هڅوب پېژندنه

نوم

د دې دريځ لپاره د «هڅوب - HAZOB» نوم غوره شوی دی. (هڅوب) په جرمني کې د افغانانو د پيوستون باوري چتر دی چې دلته خواره واره هيوادوال له يو بل سر وصل ساتي. د استاد غضنفر په وينا هڅوب سوچه او نسبتا نوې پښتو کلمه ده چې د ارواښاد محمدګل خان له لوري وړانديز شوې ده. ‍‍
( هغه څه چې ولسونه سره بېلوي )‍‍
يعنې : ‍‍
ھ = هغه ‍‍
څ = څه چې ‍‍
و = ولسونه سره ‍‍
ب = بېلوي ( متمايز کوې ,مشخص کوي ) ‍‍
له بيلتون څخه هدف د ولسونو او وګړو تر منځ ښه شناخت ( پيژندګلوي) ده او د تمايز يا پيژندنې تر ټولو ښه وسيله د هغوي ثقافت او کلتور دي .

د هڅوب شالید

د هڅوب شاليد د جرمن‌مېشتو افغانانو لپاره د يوه ګډ دريځ رامنځته کول له لويه سره اړتيا ګڼل کېده او د رامنځته کوونکو تر منځ يې ځينې وخت په اړه نارسمي بحثونه شوي وو. د هڅوب لومړۍ غونډه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر مياشتې په لومړۍ نېټه وشوه. په غونډه کې د افغانانو لپاره د يوه ګډ دريځ د رامنځ ته کېدو په اړتيا، ستونزو او فرصتونو خبرې وشوې او هود وشو چې داسې يو دريځ به رامنځ ته کيږي، څو په مرسته يې د افغانانو تر منځ د همغږۍ چارې سمبال شي او افغانان د يوې فعالې کتلې په توګه د ټولنې برخه شي. ‍‍
د غونډې ګډونوال درې کسان وو:

هڅوب څه کول غواړي؟

۱. نه همغږي:

د افغانانو تر منځ د همغږۍ نه شتون د دې لامل شوی چې د ادغام په برخه کې ډېرې هغه پروژې چې بايد د ټولنې دې برخې ته ځانګړې شوې وای، ضايع شوې او يا سمه ګټه نه ده ترې اخستل شوې.

۲. د کلتوري ودې درېدل:

د همغږۍ د نه شتون له کبله د کلتوري ودې مخه ډب ده او ګڼ افغانان له دې تشې ځوريږي.

۳. د مورنۍ ژبې هېرېدل:

مورنۍ ژبه يو ستر ارزښت دی او بايد وساتل شي. د فرصتونو نه شتون او دې برخې ته نه پاملرنه د دې سبب شوې ده چې ماشومان او نوي ځوانان د مورنۍ ژبې له زده‌کړې بې‌برخې شي.

۴. په پښتو ژبه د مالوماتو کمښت:

له پښتو پرته په ګڼو ژبو مالومات شته او جرمني ته نوي راغلي کسان ګټه ترې اخلي. په پښتو ژبه د دې مالوماتو کمښت په ښه توګه محسوس دی او اکثر نوي راغلي کسان له دې تشې کړيږي.

۵. د مشورتي مرکزونو نه شتون:

داسې مشورتي مرکزونه چې پښتو ژبه هم ولري، په نشت حساب دي. دا ستونزه د دې لامل کيږي چې جرمن‌مېشتي افغانان اړينې او پر وخت مشورې ترلاسه نه کړای شي.

۶. په ټولنه کې ورکېدل:

په ټولنه کې ورکېدل