هڅوب

هڅوب (HAZOB) په جرمني کې د افغانانو د  پيوستون باوري مرکز دی چې دلته خواره واره هيوادوال له يو بل سره وصل ساتي.

هڅوب د څه لپاره!

هڅوب د څه لپاره! د افغانستان بې‌پایه غمیزې، ناورینونو او بدمرغیو نه یوازې له موږ څخه خپلې مادي او معنوي هستۍ واخېستې، بلکې همدې ناخوالو له ډیرو افغانانو ټاټوبی هم واخېست او د کډوالۍ او جلا وطنۍ بې رحمه څپو د مور وطن له مهربانه غیږې د نړۍ کوټ کوټ ته خواره واره او بې‌کوره کړل. ډېرو له خپلو بدمرغیو څخه د خلاصون او د یوه هوساه ژوند لپاره سختو او مرګونو لارو ته غاړه ورکړه، خو ارمانونه یې نیمه خوا پاتې شول او ان د ځینو زلمیو جنازې د نهنګانو خوراک شوې او هغوی چې د لویديځ له شوره ډک او بوخت چاپیریال ته را رورسیدل دلته یوځل بیا له بیلابیلو کړاونو سره مخ شول. په دې دې نا اشنا چاپیریال کې که د ژوند په چارو ځان پوهول هنر دی، خو د خپل ملي هویت،کلتور او ژبې ژوندي ساتل بیا د هر چا فردي مسوولیت او مکلفیت دی. ښایي ستونزمنه وي چې د ورځني کاري ژوند ترڅنګ دا هرڅه هم وپالل شي، خو دا هم واقعیت دی چې که له خپل فرهنګ، ژبې او ملي ارزښتونو لرې پاتې شو، نو لرې نه ده چې دلته را لویېدونکي راتلونکي نسلونه د همدې ټولنې څخه رنګ واخلي او ورو ورو دا هرڅه ترې پردي شي. ملي ژبه، ملي هویت او فرهنګ د ملتونو د شناخت او پیژندنې تر ټولو مهم اصل دی او هرچاته بویه چې د دې اصل د خوندیتابه لپاره خپل برخه مسوولیت ادا کړي.که څه هم په ځینو اروپایي هیوادونو کې ځینو افغانانو دا واقعیت درک کړی او د همدې اصل د پاللو لپاره یې ځینې ګامونه اخېستې، خو په دې برخه کې لاهم اساسي کار نه دی شوی او دا تشه اوس تر بل هر وخت زیاته محسوسیږي. « هڅوب ټولنیز او فرهنګي خوځښت» د دې ټولو واقعیتونو په درک سره، دا ځل لاس په کار شوی او که د څښتن تعالی رضاوه په پوره هوډ به مخ په وړاندې ځي. نو دا دي د همدې هدف لپاره په جرمني کې د یوه باوري چتر په رامنځ ته کولو سره خپل فعالیت پیلوو. زموږ هڅه داده چې دلته د مېشتو افغانانو ټولې ستونزې په واقعي ډول سره درک کړو د هغوی ترمځ د یو پله په حیث او د جرمني هیواد له اړوندو ادارو سره د اړیکو له لارې ورته مناسبې حل لارې پیدا کړو.

برلین، دسمبر ۲۰۲۲

د هڅوب د کار برخې

د هڅوب له موخو

الف - لنډمهاله موخې :

۱.

د جرمن‌مېشتو افغانانو تر منځ د خپل‌منځي اړيکو پياوړي کول -

۲.

د جرمن‌مېشتو افغانانو غږ رسا کول او تر نورو رسول -

۳.

د افغانانو د کلتوري ارزښتونو پالل او ژوندي ساتل

۴.

په ټولنه، سياست او واک کې د افغانانو فعالانه ونډه اخستلو ته لار برابرول

۵.

په جرمني کې په پښتو ژبه د رسنيزو چينلو فعالول او له دې لارې جرمن‌مېشتو افغانانو ته په ټولنه کې د لا ښه ادغام لپاره لاره هوارول

ب - اوږد مهاله موخې :

۱.

د جرمن‌مېشتو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول

۲.

د افغانانو لپاره د جرمني د سکالرشيپونو ترلاسه کول او د لوړو زده‌کړو په برخه کې کار کول

۳.

د ادغام او بيا مېشتېدنې په برخو کې له ښکېلو بنسټونو سره همغږي او ګډ کار کول

ولې هڅوب

په هره ټولنه کې د مېشتو وګړو تر منځ خپل منځي اړيکې او د هغو ډول، د هماغه ټولنې د پايښت او يون بنسټ جوړوي. په جرمني کې د مېشتو افغانانو ټولنه هم له دې شرط څخه مستثنا نه ده او د اوږدمهاله پايښت ارزونه يې د دې اړيکو له ډول څخه کولای شو.
د جلاوطنۍ تعريف ته ښايي اړتيا نه وي خو د جلاوطنه افغانانو لپاره دا تعريف لږ څه بدل ښکاري. د تېرو لسيزو جګړو له ډېرو افغانانو دا چانس واخيست چې له خپلو هيلو سره بېرته وطن ته وګرځي او هلته له سره ژوند پيل کړي. دې اوږدمهاله جلاوطنۍ ډېرو کسانو ته د يوه باثباته ژوند د جوړولو وخت ورنه کړ.
که څه هم له پخوا په جرمني کې د کډوالو لپاره د ادغام ځانګړي پروګرامونه شته، خو دا بايد هېره نه کړو چې ډېر افغانان د خپلو ځانګړو دودونو، کلتور، ځانګړنو او ستونزو له کبله د ادغام له دې پروګرامونو سره بشپړه ملتيا نه شي کولای. له بل پلوه د جرمن‌مېشته افغانانو خپل‌منځي اړيکې هم هغومره پياوړې نه دي لکه څومره چې بايد وي او د دې کار په لاملونو کې، په بېلابېلو وختونو کې د مختلفو سياسي او ايډيالوژيکو فکرونو لرونکو کسانو راتګ او يا هم دلته د راتلونکو کسانو د راتګ د نېټو تر منځ اوږد واټن وي.
په دې ډول د افغانانو يوه ستره برخه له دواړو ټولنو بېله پاته شوې او د يو ځای کېدلو هڅې يې يا نه دي شوې او يا هم له ناکامۍ سره مخ شوې دي. د دې کار لاملونه هم اوږده بحث ته اړتيا لري.
ځينې کسان ښايي استدلال وکړي چې د افغانانو تر خپل‌منځي اړيکو په ټولنه کې د هغوی ادغام مهم دی. د دې خبرې يوه برخه سمه ده. په ټولنه کې ادغام مهم دی خو تاريخ ثابته کړې ده چې د يوه بل ملت، بل کلتور، بلې ټولنې، بلې ژبې او بل هېواد په منځ کې اقليت ټولنې په بشپړ ډول هلته د ادغام وړ نه دي او د خپل هويت، دودونو او ژبې ساتلو او د يوې کتلې په توګه د پايښت لپاره خپل‌منځي اړيکو ته اړتيا لري.
د دې اړيکو د ساتلو او پياوړي کولو يو بل دليل د ټولنيزو ستونزو او ننګونو پر وړاندې يو بل ته اوږه ورکول او د جلاوطنۍ د احساس راکمول په ګوته کولای شو. په دې ډول سلګونه نور دلايل شته چې موږ يې د يوه داسې خوځښت رامنځته کولو ته هڅولي او يا اړ کړي يو چې په وسيله يې د جرمن‌مېشتو افغانانو تر منځ د اړيکو يو پل رامنځته شي او په رسنيز، کلتوري او ټولنيزو برخو کې د يوه ګډ دريځ په توګه کار ترې واخستل شي.

Latest ekit news

Ekit Latest News

د هڅوب کاري ډله

د هڅوب کاري ډله په جرمني کې د مېشتو افغانانو مجموعه ده چې، د بیلابیلو مسلکونو، هنرونو او ظرفیتونو لرونکي کسان پکې راټول شوي او د یوې سترې موخې لپاره، د یوه پیاوړي ټیم په توګه په ګډه کار کوي. هڅوب کاري ډله له هراز سمتي او او توکمیز توپیر پرته د ټولو افغانانو لپاره په پوره ژمنتیا او صداقت کار کوي او د اصلاح او سمون لپاره هر راز نیوکې، وړاندیزونه او مشورې په ورین تندي مني. هڅوب کاري ډله له کوم امتیاز پرته په جرمني کې د مېشتو افغانانو د شته ستونزو د حل لپاره لاس په کار شوې او د هیڅ کوم سیاسي لوري استازیتوب نه کوي.

اړیکه